سعودي عرب غزه كښې د اسرائيلي جنګي جرمونو غندنه وكړه

ریاض۔24اپرېل(اے پی پی) سعودی عرب غزه كښې د اسرائيلي قابضو ځواكونو لخوا د روانو سنګينو جنګي جرمونو غندنه كړې۔ د اردو نیوز له مخې د سعودي عربستان خارجه وزارت په خپل بيان كښې په غزه كښې د اسرائيل قابضو ځواكونو لخوا د روانو سنګينو جنګي جرمونو غندنه كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه خپلې ذمه وارۍ قبولولو سره په غزه كښې په عامو وګړو د اسرائيلي بريدونو …

ریاض۔24اپرېل(اے پی پی) سعودی عرب غزه كښې د اسرائيلي قابضو ځواكونو لخوا د روانو سنګينو جنګي جرمونو غندنه كړې۔ د اردو نیوز له مخې د سعودي عربستان خارجه وزارت په خپل بيان كښې په غزه كښې د اسرائيل قابضو ځواكونو لخوا د روانو سنګينو جنګي جرمونو غندنه كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه خپلې ذمه وارۍ قبولولو سره په غزه كښې په عامو وګړو د اسرائيلي بريدونو مخنيوي له خپل جدي كردار ترسره كړي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي نړيوالې ادارې دې د نړيوال قوانين په خلاف ورزيو د اسرائيل ځواب وركونكې ګرځولو تګلاره فعاله كړي او په غزه كښې د روانو خونړو پېښو دې محاسبه وكړې شي۔ دا خبره دې ياده وي د ګل په ورځ په فلسطينۍ سيمه كښې سول ډیفنس ایجنسۍ وئيلي دي په ناصر روغتون كښې د 200 كسانو اجتماعي قبر موندلے شوے۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وئيلي دي د غزہ په ناصر او الشفا روغتونونو كښې موندلے شوو اجتماعي قبرونو سره د اړوندو رپورټونو دې په نړيواله كچه پلټنې وكړې شي

مزید خبریں