نوے ډيلے ۔13اپرېل(اے پی پی) هند خپل وګړي د سيمې د روانې وضعې په تناظر كښې د ايران او اسرائيل سفر كولو څخه منع كړې دي۔ برطانوی خبر رسنې ادارې روئټرز له مخې د هند د خارجه وزارت لخوا په جاري كړې شوي اېډوائزري كښې وئيلي شوي چې هندي وګړي دې د سيمې روانه وضعه په نظر كښې نيولو سره د ايران او اسرائيل سفر نه كوي۔ هندي خارجه وزارت …
د هند خپلو وګړو ته د ايران او اسرائيل سفر نه كولو هدايت

مزید خبریں
نوے ډيلے ۔13اپرېل(اے پی پی) هند خپل وګړي د سيمې د روانې وضعې په تناظر كښې د ايران او اسرائيل سفر كولو څخه منع كړې دي۔ برطانوی خبر رسنې ادارې روئټرز له مخې د هند د خارجه وزارت لخوا په جاري كړې شوي اېډوائزري كښې وئيلي شوي چې هندي وګړي دې د سيمې روانه وضعه په نظر كښې نيولو سره د ايران او اسرائيل سفر نه كوي۔ هندي خارجه وزارت په دې دواړو هېوادونو كښې مېشته وګړو ته وئيلي چې هغوي دې د خپل حفاظت په لړ كښې په احتياطي تدابيرو عمل وكړي او خپل تلل راتلل دې محدود كړي۔ دا اېډوائزری د ايران لخوا د روانې مياشتې په مهال په خپله سفارت خانه د اسرائيل د فضائي بريد په ضد د ځوابي كارروايۍ دړكو څخه وروستو رامخې ته شوې ده۔ بلخوا د امريكا او روسيه په شمول يو شمېر نورو هېوادونو هم خپلې عملې او وګړو ته دغسې اېډوائزري جاري كړې ده۔










