ریاض۔13اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا فلسطيني اولس لپاره د مرستې سامان وړونكې 45 مه الوتكه د مصر العريش ښار ته ورسيده۔ د اېس پی اے له مخې د شاه سلمان مركز لخوا لېږلې شوې دا الوتكه د مصر العريش نړيوال هوائي ډګر ته رسېدلې ده۔ په لېږلي شوي سامان كښې د خوراك څښاك څيزونو په شمول نور د روزانه استعمال ضروري توكي شامل دي۔ د دويانو او طبي …
د سعودي عربستان فلسطيني اولس لپاره د مرستې سامان وړونكې 45 مه الوتكه العريش ته ورسيده

مزید خبریں
ریاض۔13اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا فلسطيني اولس لپاره د مرستې سامان وړونكې 45 مه الوتكه د مصر العريش ښار ته ورسيده۔ د اېس پی اے له مخې د شاه سلمان مركز لخوا لېږلې شوې دا الوتكه د مصر العريش نړيوال هوائي ډګر ته رسېدلې ده۔ په لېږلي شوي سامان كښې د خوراك څښاك څيزونو په شمول نور د روزانه استعمال ضروري توكي شامل دي۔ د دويانو او طبي لوازماتو دې څخه وړاندې لويه جوپه لېږلې شوې ده۔ د مرستې دا سامان به د ټركونو د لارې د غزه ځپليو لپاره روانولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سعودی عربستان د شاه سلمان مركز لخوا د فلسطيني وګړو بحالۍ او مرستې له تر دې دمه د مرستې سامان وړونكې 44 الوتكې روانې كړې شوي دي۔ دې سره سره د سمندر د لارې هم د مرستې سامان د لېږلو لړۍ روانه ده۔










