موزمبيق٬سمندري بېړۍ چپه كيدو په نتيجه كښې 91 كسان مړه او 34 بے دركه او پنځه ژوندي بچ كرې شو

ماپوتو 08 اپرېل (اے پي پي)د سوئيلي ختيز افريقې هېواد موزمبيق په شمالي پوله د سمندري بېړۍ چپه كيدو په نتيجه كښې 91 كسان مړه او 34 بے دركه شوي دغسې 5 كسان ژوندي بچ كړې شوي۔ شنهوا له مخې د بېړۍ پیښه د موزمبيق د نمپولا صوبې لونګا سيمې سره نزدې رامخې ته شوې چې په كښې د ګنجائش نه زيات كسان ناست وو۔رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې …

ماپوتو 08 اپرېل (اے پي پي)د سوئيلي ختيز افريقې هېواد موزمبيق په شمالي پوله د سمندري بېړۍ چپه كيدو په نتيجه كښې 91 كسان مړه او 34 بے دركه شوي دغسې 5 كسان ژوندي بچ كړې شوي۔ شنهوا له مخې د بېړۍ پیښه د موزمبيق د نمپولا صوبې لونګا سيمې سره نزدې رامخې ته شوې چې په كښې د ګنجائش نه زيات كسان ناست وو۔رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې په مړو شويو كښې ماشومان هم شامل دي٬ 34 كسان بې دركه او 5 كسان ژوندي بچ كړې شوي۔د نمپولا آف سټيټ سېكرټري جيم نيټو وئېلي دي چې په سمندري بېړۍ كښې ټول 130 كسان ناست وو