هند ، د درزي په دکان كښې د اوور لګيدو په نتيجه كښې 7 كسان مړه شول

نوې ډيلے 03 اپرېل (اے پي پي) د هند مهاراشټر رياست كښې د يو درزي په دوكان كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 7 كسان مړه شوي۔د انډيا ټائم له مخې د مهاراشټر پولیس وياند میډیا ته ووئيل د ضلع چھترپتی په دانا بازار كښې په يو دوكان كښې د سهار په وخت نزدې 4 بجې اوور ولګيد چې په نتيجه كښې ئې په دوكان كښې اوده 7 كسان …

نوې ډيلے 03 اپرېل (اے پي پي) د هند مهاراشټر رياست كښې د يو درزي په دوكان كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 7 كسان مړه شوي۔د انډيا ټائم له مخې د مهاراشټر پولیس وياند میډیا ته ووئيل د ضلع چھترپتی په دانا بازار كښې په يو دوكان كښې د سهار په وخت نزدې 4 بجې اوور ولګيد چې په نتيجه كښې ئې په دوكان كښې اوده 7 كسان په ټكي مړه شول ۔ده ووئيل مړو شوو كښې درې ميرمنې ، 2 نارينه او 2 ماشومان شامل دي۔ده ووئيل د اوور لګيدلو اصل وجه تر دې وخت نه ده معلومه شوې خو په دې اړه پلټنې روانې دي۔

مزید خبریں