د هند په لويه كچه د وسلو ترلاسه كول او مخاصمانه پوځي پاليسۍ د سيمې سلامتيا لپاره خطر دي٬ مير اكرم

ملګري ملتونه ۔2 اپرېل (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو تخفيف اسلحه كمېشن ته وئيلي دي چې د هند په لويه كچه د وسلو ترلاسه كول او د دې مخاصمانه پوځي پاليسۍ په سوئيلي آسيا كښې امنيت غېر مستحكم او خطر سره مخ كړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكم د عمومي اسمبلۍ ذېلي ادارې تخفیف اسلحه كمېشن كښې د وسلې كموالي په اړه …

ملګري ملتونه ۔2 اپرېل (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو تخفيف اسلحه كمېشن ته وئيلي دي چې د هند په لويه كچه د وسلو ترلاسه كول او د دې مخاصمانه پوځي پاليسۍ په سوئيلي آسيا كښې امنيت غېر مستحكم او خطر سره مخ كړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكم د عمومي اسمبلۍ ذېلي ادارې تخفیف اسلحه كمېشن كښې د وسلې كموالي په اړه غونډه كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د دې صورتحال مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د دې وېنا ضرورت نشته چې دا پېشرفت د پاكستان امنيت اغېزمن كوي۔ ده ووئيل هند اوس د نړۍ تر ټولو زياته وسله درآمد كوؤنكې هېواد جوړ شوے دے۔ ده ووئيل هند چې د جنګ كولو كوم اصول خپل كړي دي په هغې كښې کولډ سټارټ، په پاکستان ناڅاپي بريد او د جوهري جنګ خطر باوجود د محدود روايتي جنګ تصور شامل دے۔ ده ووئيل تر كومې چې د نړيوالې ورورولۍ لخوا د دې صورتحال مخنيوي لپاره جدي اقدامات پورته كړې شوې نه وي دا د سيمه ايزې او نړيوالې تباهۍ سبب ګرځېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان په سوئيلي آسيا كښې جوهري و سلو څخه د پاك زور جوړولو وړاندېز وركړے دے۔ پاكستاني استازي منېر اكرم ووئيل په سوئيلي آشسيا كښې د نیوکلیئرائزېشن څخه وروستو پاکستان په يو سټرېټجک ریسټرینټ رجیم د موافقت وړاندېز وركړے دے په كوم كښې چې د جوهری، میزائل او روایتی صلاحیتونو د حدودو تصور وركړے شوے دے او د شخړو او په خاص توګه د كشمير مسئلې حل كولو په هڅو زور راوړلے شوے دے۔ پاكستاني استازي په غونډه كښې سفير عثمان جدون ته د تخفیف اسلحه کمېشن د 2024 سیشن چیئرمېن په ټاكل كېدو مباركي وركولو سره ووئيل د دې مهم كمېشن د مشر په توګه ستا په ټاكنه پاكستاني ته وياړ دے۔(

مزید خبریں