سعودي عربستان سوريه كښې په ايراني قونسلګرۍ بريد وغندلو

ریاض ۔2اپرېل(اے پی پی) سعودی عربستان د سوريه په پلازمينه دمشق كښې د ايراني قونسلګرۍ ودانۍ نښه كولو پېښه غندلې ده۔ د اېس پی اے له مخې خارجه وزارت په يو بيان كښی وئيلي دي چې سعودی عربستان په كوم هم جواز او حيله د سفارتي مؤسساتو په نښه كول په ښكاره توګه مسترد كوي۔ په بيان كښې زياته كړې شوې ده چې دا بريد د نړيوالو سفارتي قوانينو او …

ریاض ۔2اپرېل(اے پی پی) سعودی عربستان د سوريه په پلازمينه دمشق كښې د ايراني قونسلګرۍ ودانۍ نښه كولو پېښه غندلې ده۔ د اېس پی اے له مخې خارجه وزارت په يو بيان كښی وئيلي دي چې سعودی عربستان په كوم هم جواز او حيله د سفارتي مؤسساتو په نښه كول په ښكاره توګه مسترد كوي۔ په بيان كښې زياته كړې شوې ده چې دا بريد د نړيوالو سفارتي قوانينو او د سفارتي استثنی اصولو خلاف ورزي ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په دمشق كښې د اسرائيل مشتبه توغندي بريد كښې ايراني سفارت سره پېوسته وداني په نښه كړې شوه۔ د ايران وېنا ده چې په مړو شويو كسانو كښې د 3 سينئر كمانډرانو په شمول 7 پوځي سلاكار شامل دي۔

مزید خبریں