بیجنګ۔1اپریل (اے پی پی) د چین د بهرنیو چارو وزارت وئيلي دي چې په پاكستان كښې په داسو پراجېكټ د ترهګر بريد په نتيجه كښې د مړو شويو 5 چینايي چارواکو جسدونه د پاكستانۍ پوځي الوتكې د لارې چین ته راوړل شوي دي۔ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بن د ګل په ورځ د معمول بريفنګ په مهال ووئيل چې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو او …
د چينائي اهلكارو جسدونه چين ته ورسيدل ٬ د چين د خارجه وزارت وياند

مزید خبریں
بیجنګ۔1اپریل (اے پی پی) د چین د بهرنیو چارو وزارت وئيلي دي چې په پاكستان كښې په داسو پراجېكټ د ترهګر بريد په نتيجه كښې د مړو شويو 5 چینايي چارواکو جسدونه د پاكستانۍ پوځي الوتكې د لارې چین ته راوړل شوي دي۔ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بن د ګل په ورځ د معمول بريفنګ په مهال ووئيل چې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو او د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې وركنګ ډلې جسدونه چين ته منتقل كړل۔ ده ووئيل د مارچ په 29مه نېټه په پاکستان کښې د چين انټر ايجنسي وركنګ ګروپ ټو پاكستان او پاكستان كښې د چينائي سفارت سفارتكارو د پېنډۍ روغتون دوره وكړه او دغلته يۍ د چينائي كمپنيو عملې سره د چينائي كميونسټ پارټۍ او حكومت لخوا غمرازۍ او خواخوږي وكړه۔ ده ووئيل چين كوټلي عزم او هڅو سره چې څه شوي دي د هغې جاج اخستلو كښې د پاكستان كلك ملاتړ كوي۔ په دې كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي او په پاكستان كښې د چيني عملې منصوبو او ادارو حفاظت له دې ټوله ممكنه مرسته وكړې شي۔











