په عراق كښې په موټري بمي چاودنه كښې 10 كسان مړه او 26 ژوبل شوي

بغداد 08 جون (اے پي پي) په عراق كښې په موټري بمي چاودنه كښې 10 كسان مړه او 26 ژوبل شوي دي۔ د غرب خبري اژانس راپور له مخې دا موټري بمي چاودنه د كربلا ښار په كمرشل ماركيټ كښې شوې چې له امله ئې زيات زيان شوے۔ په چاودنه كښې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي چرته چې د دوي درملنه روانه ده۔ د يادونې وړ ده چې د تېرو څو اونيو راسې د عراق په پايه تخت بغداد كښې د تشدد كارروائې زياتې شوې دي