د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر محمد نجيب نقي خان ته د آزاد كشمير صدر لپاره په نومولے كېدو مباركي وركړه

  اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ډاكټر محمد نجيب نقي خان ته د آزاد كشمير صدر چوكۍ لپاره په نومولے كېدو مباركي وركړه  او د هغه لپاره يې  د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې  په ويب سائټ ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل  د مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف لخوا  د ډاكټر نجيب نقي خان …

 

اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ډاكټر محمد نجيب نقي خان ته د آزاد كشمير صدر چوكۍ لپاره په نومولے كېدو مباركي وركړه  او د هغه لپاره يې  د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې  په ويب سائټ ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل  د مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف لخوا  د ډاكټر نجيب نقي خان نامزدګي خوشبينه ده ۔ د ډاكټر نجيب نقي خان نومولے كېدل د هغه په سياسي او اولسي خذمات د مشرتابه د باور څرګندونه ده۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ډاكټر نجيب نقي خان ته خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول د ترسره كولو توفيق وركړي۔