ریاض،قاهرہ۔16ستمبر (اے پي پي):د خلیج مرستې کونسل (جي سي سي) او د عرب پارلیمان د حوثيانو د اړخه په سعودي عرب د بريدونو سخته غندنه كړې ده ۔د اردو نیوز مخه د جي سي سي سیکرڼري جنرل جاسم البدیوي تېره ورح بيان كښې ووئېل د حوثي ملیشیا د اړخه پرله پسې د بیلسټک میزائلو او ډرونز د لارې شهري ودانۍ په نخښه كړے كېږي كومه چې د ترهه ګرې د …
جي سي سي او عرب پارلیمان په سعودي عرب د بريدونو غندنه وكړه
ریاض،قاهرہ۔16ستمبر (اے پي پي):د خلیج مرستې کونسل (جي سي سي) او د عرب پارلیمان د حوثيانو د اړخه په سعودي عرب د بريدونو سخته غندنه كړې ده ۔د اردو نیوز مخه د جي سي سي سیکرڼري جنرل جاسم البدیوي تېره ورح بيان كښې ووئېل د حوثي ملیشیا د اړخه پرله پسې د بیلسټک میزائلو او ډرونز د لارې شهري ودانۍ په نخښه كړے كېږي كومه چې د ترهه ګرې د طرزعمل واضحه عکاسي ده ۔ هغه ووئېل د حوثیانو د اړخه د بريدونو تسلسل د ڼړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده ، دغسبې د سعودي عرب د سلامتیا و استحکام، د وګرو او مېشته خلقو لپاره نيغ په نيغه خطر لري ۔ د عرب پارلیمان هم د سعودي ښارونو خمیس مشیط، ابھا او په طائف د حوثي ملیشیا د اړخه د بیلسټک میزائلو او ډرون بريدونو سخته غندنه كړې ده ۔ د پارلیمان صدر محمد احمد الیماحي يو بیان كښې ووئېل دل بريدونه د نړيوال قوانین، د بشري قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د سلامتي کونسل د اړوند قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده ۔ هغه د عرب پارلیمان لخوا د مملکت سره د مکمل یووالي ، د مملکت د خود مختارۍ ، سلامتیا او استحکام تحفظ لپاره د ټولو اقداماتو د مکمل مرستې پخلے وكړو ۔ عرب پارلیمنان په سلامتي کونسل زور راوړو چې هغه خپلې ذمه وارۍ تر سره كولو سره د بريدونو مخ نيوي له سخت موقف اختیار کړي ۔









