د خېبرپښتونخوا ګورنر مكه ريجن پلو د ډرون بريد هڅه وغندله

  اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي مكه ريجن پلو د ډرون بريد  د هڅې سختې غندنې كولو سره وئېلي دي   د مقدس ځايونو حرمت او سلامتيا د هر مسلمان لپاره مهمه ده ٬داسې كوم هم حركت د قبولولو وړ نه دے۔د شورو په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل  د سعودي عرب  د سلامتيا٬خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام پكار دے او د مقدس ځايونو …

 

اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي مكه ريجن پلو د ډرون بريد  د هڅې سختې غندنې كولو سره وئېلي دي   د مقدس ځايونو حرمت او سلامتيا د هر مسلمان لپاره مهمه ده ٬داسې كوم هم حركت د قبولولو وړ نه دے۔د شورو په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل  د سعودي عرب  د سلامتيا٬خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام پكار دے او د مقدس ځايونو په تحفظ به كومه هم سمجهوته ونه كرې شي ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل  اسلامي نړۍ د مقدس ځايونو تحفظ او سلامتيا په معامله يو ده ٬په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره ټولو ډلو له د ذمه وارۍ كردار تر سره كول پكار دي او داسې اقدامات څخه ډډه پكار ده  كومو چې تاؤ تريخوالے زياتېږي۔ده ووئيل  مكه مكرمه او د نورو مقدس ځايونو تحفظ د ټولې اسلامي نړۍ شريكه ذمه واري او د جذباتو سره تړلې معامله ده۔