پېښور 04 مارچ (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ چېمبر د صدر مملكت ټاكنو لپاره د پولنګ سټېشن په توګه د كارولو اجازه وركړه ۔د ګل په ورځ سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې د اسمبلۍ غونډې په مهال وزيراعلٰی امين ګنډا پور د اسمبلۍ معمول كاروائي د رولز 240 له مخې معطل كولو سره د مارچ په 9مه نېټه كېدونكو د صدر مملكت ټاكلو لپاره اسمبلۍ چيمبر د پولنګ اسټېشن په توګه د كارولو اجازت لپاره تحريك وړاندې كړو كوم چې غونډې په يوه خله منظور كړو۔