د سعودي امرېكې خارجه وزيرانو ملاقات ٬  د اقتصادي اړيكو او په ميري ټائم امنيت د خيالاتو څرګندونه

  واشنګټن۔ 29 ستمبر(اے پي پي)د سعودي  خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په واشنګټن كښې د امرېكې خپل هم منصب ماركوروبيو سره ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه  ملاقات كښې د سعودي عرب او  امرېكې تر مينځه  د سټرېټېجك اړيكو ٬ د سيمه ايز او  سياسي  امنيتي صورتحال جاج واغستلے شو او د يمن په وضعه هم خبرې وشوې۔  دواړو خارجه وزيرانو  د سيمه ايز استحكام  …

 

واشنګټن۔ 29 ستمبر(اے پي پي)د سعودي  خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په واشنګټن كښې د امرېكې خپل هم منصب ماركوروبيو سره ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه  ملاقات كښې د سعودي عرب او  امرېكې تر مينځه  د سټرېټېجك اړيكو ٬ د سيمه ايز او  سياسي  امنيتي صورتحال جاج واغستلے شو او د يمن په وضعه هم خبرې وشوې۔  دواړو خارجه وزيرانو  د سيمه ايز استحكام  ملاتړ  ٬  نړيوال تجارت او د سپلايي چېنز د كوم تعطل نه غېر  باوري كولو لپاره د آبي لارو  په خاص توګه  د آبنائے هرمز او باب المندب په ميري ټائم امنيت  او د فريډم آف نيويګېشن په اهميت هم خبرې وكړې ۔ دغسې د سيمه ايزو بحرانونو مخ نيوي ٬  امنيت ٬ امن او د استحكام   ودې  لپاره د سفارتي هڅو د مرستې سره د شرېكې خوښې په چارو  د مشاورت او روانه ساتلو  په ضرورت زور راوړے شو ۔