اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) حکومت د 67 اربه روپو په لګښت د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره وزيراعظم نيشنل پروګرام پېل كړے دے، د كوم له مخې به چې ګرد هېواد كښې په لويه كچه سکريننګ، تشخيص او د ويړيا درملنې سهولتونه وركولې شي دغسې چې د رنځ په وخت درك ولګولې شي ٬ د جګر سنګينو رنځونو څخه بچ كېدل او په اولس د دې رنځ …
د 67 اربه روپو په لګښت د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم نيشنل پروګرام پېل كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) حکومت د 67 اربه روپو په لګښت د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره وزيراعظم نيشنل پروګرام پېل كړے دے، د كوم له مخې به چې ګرد هېواد كښې په لويه كچه سکريننګ، تشخيص او د ويړيا درملنې سهولتونه وركولې شي دغسې چې د رنځ په وخت درك ولګولې شي ٬ د جګر سنګينو رنځونو څخه بچ كېدل او په اولس د دې رنځ مالي و سماجي بار كښې كمے باوري كړے شي٬ پروګرام ته به مرحله وار تر ګرد هېواد پراختيا وركولې شي۔ د پلاننګ کميشن له مخې هيپاټائټس سي يو خاموش رنځ دے كوم چې تر اوږدې مودې د ښكاره علاماتو نه غېر د انسان په وجود كښې موجود پاتې كېدے شي او په وخت تشخيص د نه كېدو په صورت كښې جګر ته زيان رسولې شي٬ د دې چېلنج موثره مخنيوي لپاره حكومت د هيپاټائټس سي انفيکشن خاتمې لپاره وزيراعظم نيشنل پروګرام پېل كړے دے چې مقصد ئې ګرد هېواد كښې سکريننګ، تشخيص، علاج او د رنځ نه د بچ كېدو سهولتونه عام كول دي٬ د وزيراعظم نيشنل پروګرام له مخې د لكهونو په شمېر پاكستانيانو ته وړيا او په وخت د هيپاټائټس سي سکريننګ، تصديقي ټيسټ او د مؤثر درملنې سهولت وركولو منصوبه ده٬ د پروګرام له مخئ په اسلام آباد كښې اسکريننګ، تشخيص او د درملنې سهولتونه پېل كړے شوي دي او د موبائل اسکريننګ د لارې تر وګړو د خدمات رسنه هم زياتولې شي۔ د صحت نړيوالې ادارې له مخئ پروګرام به مرحله وار تر ګرد هېواد پراخه كولې شي چې له مخې به ئې 16 كروړه 40 لكه نه زياتو كسانو د اسکريننګ هدف ټاكلے شوے دے٬ په اسلام آباد كښې په ابتدائي توګه نزدې تر 16 لکه كسانو د رسنې منصوبه جوړه كړې شوې ده٬ د پروګرام بنيادي مقصد تر كال 2030 دهيپاټائټس سي اولسي صحت له د لوي خطر په توګه ختمول نړيوال هدف پلو پېشرفت دے٬ ٬ د روغتيا وفاقي وزير له مخئ د 12 كالو او د دې نه د زيات عمر كسانو سکريننګ د قامي پروګرام مهمه برخه ده او په اسلام آباد كښې يو شمېر سرکاري سکريننګ مرکزونه فعاله دي نجي څانګه هم په وړيا سکريننګ كښې شاملوٶ٬ د هيپاټائټس سي په وخت تشخيص د دې پروګرام بنيادي ستن ده۔ حکومت په اولس زور راوړے دے چې ھغوي د هيپاټائټس سي په وخت سکريننګ وكړي، د خپلې كورنۍ غړي هم ټېسټ لپاره راغب كړي او په محفوظ طبي و حفظانِ صحت اصولو عمل وكړي ٬ په وخت تشخيص، په وخت درملنه او مؤثره احتياط د هيپاټائټس سي د خاتمې بنياد دے۔










