پېښور 03 مارچ (اے پي پي) د خېبر پختونخوا قبائلی ضلع خېبر په لري پرته سيمه كښې بازار زخه خیل كښې د باران او واوري له امله د كور چھت راپريوتو په نتيجه كښې 6 كسان مړه شوې دي۔ ضلعی پولیس او انتظامیې له مخې ضلع خېبر تحصیل لنډی کوتل لري پرته سيمه بازار زخه خیل نظر خیل جړوبی كښې د باران او واوري له امله د ګل محمد نومی تن د كور چھت راپريوتې چې په نتيجه كښې ئې 2 ميرمنو او څلور ميرمنو پشمول 6 كسان مړه شوې دي۔ځائې وګړو د خپلې مرستې له مخې د ملبے لاندې راغلې كسان راوېستلې دي۔