د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور د بارانونو او واوري له امله په شوې قیمتی انسانی زيان د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 02 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ امین خان ګنډاپور د صوبې په بېلو ضلعو كښې د بارانونو او واوري له امله په شوې قیمتی انسانی زيان د افسوس څركندونه كړې ده۔د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ پرېس سیکرټری دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی د صوبې په بېلو ضلعو كښې د بارانونو او واوري له امله د پېښو په نتيجه كښې په شوې قیمتی انسانی زيان د افسوس او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔ وزیراعلی په پېښو كښې په حق رسيدليو كسان بخښنې او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه ۔ ده په دې مهال په پېښو كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعلیٰ اړوند ضلعی انتظامیې ته د ځپليو كورنيو سره د مرستي كولو سپارښتنه وكړه۔