پېښور 02 مارچ (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كشې د روانو بارانونو او لینډ سلائیډنګ له امله 17 كسان مړه او 23 ژوبل شوې دي۔ د خېبرپښتونخوا پرونشل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (پی ډی ایم اے) د اړخه جاري شوې رپورټ له مخې 13 كورنو ته جزوی دغسې 21 كورونو ته زيات زيان رسيدلې۔ د پی ډی اېم اے ډی جی محمد قیصر خان ووئيل ځپليو ضلعو كښې د مرستي كاروائي رواني دي، واوري او لینډ سلائیډنګ له امله بند شوې سړكونو پرانستلو لپاره ګامونه پورته كوو۔ مالم جبه كښې د زياتې واوري له امله ګهير شوې 6 سېلكري ریسکیو کولو سره محفوظ ځائې ته رسولې شوي۔ د خېبرپښتونخوا چیف سیکرټری په خصوصی هدایت دا مهال پی ډی ایم اے،ضلعی انتظامیه او ټولې اړوندې ادارے الرټ دي۔