کوئټه۔ 19 فروری (اے پی پی)د بلوچستان د اطلاعات صوبائي وزير جان اچکزئۍ چمن كښې د ترهه ګرو د ډزو د پیښې سخته غندنه كولو سره وئېلي دي د ترهه كړو په ډزو د حساس ادارو د دوو اهلکارو په شهادت د زړه له كومي د خفګان څرګندونه كوم ۔ دا خبره ده خپل يو بيان کښې وكړه ٬ نګران صوبائي وزير ووئېل د هېواد او قام سلامتیا او بقا …
د بلوچستان نګران صوبائي وزیر جان اچكزئۍ چمن كښې د ترهه ګرو د ډزو پیښې غندنه وكړه
کوئټه۔ 19 فروری (اے پی پی)د بلوچستان د اطلاعات صوبائي وزير جان اچکزئۍ چمن كښې د ترهه ګرو د ډزو د پیښې سخته غندنه كولو سره وئېلي دي د ترهه كړو په ډزو د حساس ادارو د دوو اهلکارو په شهادت د زړه له كومي د خفګان څرګندونه كوم ۔ دا خبره ده خپل يو بيان کښې وكړه ٬ نګران صوبائي وزير ووئېل د هېواد او قام سلامتیا او بقا لپاره د ځانونو قربانۍ وركوونكې زمونږ اتلان دي ۔ اولس پخپلو حساس ادارو او اهلکارو وياړ لري څوك چې شپه ورځ زمونږ دفاع كوي او د هېواد څخه د ترهه ګرو په صفا كولو به په قلاره كېښني ، ده ووئېل د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي ۔ د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ده دعا وكړه چې اللہ پاک دې د وي كورنيو له صبر وركړي او د شهدا درجات دې لا اعلې شي۔










