د خيبر پښتونخوا په بيلو سيمو كښې د باران د لاسه په رامخې ته شويو پيښو كښې 3 كسان مړه ٬ 4 ژوبل شول

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا په بيلو سيمو كښې د روانو بارانونو د لاسه په رامخې ته شويو پېښو كښې 3 كسان مړه ٬ 4 ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې صوبې په دير سيمه كښې د كور چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يوه مېرمن ٬ په سوات كښې د كور نړېدو پېښه كښې يو سړے او په كرم ضلع كښې د كور چھت پرېوتو دلاسه يو ماشوم مړ شوے دے۔ په دې پېښو كښې په بېلو ځايونو كښې ژوبل شوي 4 كسان رېسكيو ميډيكل ډلو نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې هم دي۔