د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ نوې ټاكلې شويو غړو هشام انعام او ملك طارق اعوان په مسلم ليګ (ن) كښې شموليت اختيار كړو

پېښور ۔ 17 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ نوې ټاكلې شويو غړو هشام انعام او ملك طارق اعوان په مسلم ليګ (ن) كښې شموليت اختيار كړے دے۔ د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف سره د هغه په استوګه ماډل ټاؤن كښې د انجينئر امير مقام په موجودګۍ كښې لكي مروت څخه تعلق لرونكي نوي ټاكلي شوي د صوبائي آسمبلۍ آزاد غړي او پخواني صوبائي وزير هشام انعام خان او پېښور سره تعلق لرونكي نوې ټاكلي شوي د صوبائي اسمبلۍ غړي ملك طارق اعوان ملاقات وكړو۔ په دې موقعه دواړو ټاكلې شويو غړو په مسلم ليګ نون كښې شموليت اختيار كړو۔ د ګوند صدر شهباز شريف او انجينئر امير مقام دوئي ته د ګوند ټوپۍ په سر كړې او دوئي ته يۍ په پاكستان مسلم ليګ نون كښې په شموليت كولو مباركي وركړه۔