د جماعت اسلامي مرکزی مجلس شوری د سراج الحق استعفٰی مسترد كړه٬ وياند

لاهور۔17فروری(اے پی پی) د جماعت اسلامی امير سراج الحق استعفٰی مسترد كړې شوې ٬د دستور له مخې به هغه خپلې ذمه وارۍ ترسره كول جاري ساتي۔ د جماعت اسلامي وياند قيصر شريف له مخې مرکزی مجلس شوری د خالي په ورځ په منصوره كښې د نائب امیر لیاقت بلوچ په مشرۍ كښې شوې بېړنۍ غونډه كښې په متفقه توګه استعفی مسترد كولو سره د جماعت اسلامي په امير سراج الحق د بشپړ باور څرګندونه شوې ده۔ سراج الحق به د دستورې له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كول جاري ساتي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ووئيل په ټاكنو كښې د ناكامۍ ذمه وار د جماعت اسلامي امير نه دے۔ د وياند له مخې په غونډه كښی ګرد هېواد څخه د مركزي مجلس شوری غړو ګډون وكړو۔