اليكشن كميشن دې د ټاكنو د نتيجو په ضد د خواست كوؤنكو تحفظات لرې كړي٬ پيښور هائيكورټ

پېښور ۔ 16 فروری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د ټولټاكنو د نتيجو په ضد د پي ټي آئي د حمايت يافته كانديدانو په خواستونو تحريري پرېكړه پېښور هائي كورټ جاري كړه۔ په 3 صفحاتو مشتمله دا پرېكړه جسټس شكيل احمد وليكله۔ په كومه كښې چې عدالت ووئيل چې آر او دې خواست كوؤنكو ته موقعه وركولو سره د الېكشن اېكټ 2017 سېكشن 95 له مخې نتيجې مرتب كړي۔ …

پېښور ۔ 16 فروری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د ټولټاكنو د نتيجو په ضد د پي ټي آئي د حمايت يافته كانديدانو په خواستونو تحريري پرېكړه پېښور هائي كورټ جاري كړه۔ په 3 صفحاتو مشتمله دا پرېكړه جسټس شكيل احمد وليكله۔ په كومه كښې چې عدالت ووئيل چې آر او دې خواست كوؤنكو ته موقعه وركولو سره د الېكشن اېكټ 2017 سېكشن 95 له مخې نتيجې مرتب كړي۔ آر اوز نتيجې مرتب كړې دي نو بيا دې خواست كوؤنكي مناسب فورم (الېكشن كمېشن) ته رجوع وكړي۔ د خواست كوؤنكو تحفظات يو ډول دي چې د فارم 45 او 47 ترمينځه تضاد دے او كه داسې وي نو دې ته بايد الېكشن كمېشن وګوري۔ الېكشن كمېشن دې د دې سكروټني وكړي۔ په عدالتي پرېكړه كښې امر شوے چې الېكشن كمېشن دې دواړو فريقو ته د خپلې خپلې قضيې وړاندې كولو موقعه وركړي او د آئين او قانون له مخې دې پرېكړه وكړي۔ الېكشن كمېشن دې آفیشل ګزټ نوټیفکېشن جاري كېدو څخه وړاندې د دې خواستونو په اړه پرېكړه وكړي۔