د حكومت د جوړولو عمل تفاهم سره پايې ته ورسيد٬ مينډيټ تسليمول د جمهوريت كاميابي ده ٬ جان اچكزئي

کوئټه۔ 14 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو صوبائي وزير جان اچكزئي وئيلي دي چې ټولټاكنو څخه وروستو د حكومت جوړولو عمل تفاهم سره پايې ته رسېدلے دے ، د مېنډېټ تسليمول د جمهوريت كاميابي او د اولس بريا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ سول سېكرټرېټ كښې خبري كنفنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ صوبائی وزیر جان اچکزئی ووئيل چې د ټاكنو د لارې د بلوچستان اولس خپله پرېكړه واوروله٬ قوم پرست ګوندونو ته زياته كاميابي نه ده ترلاسه شوې٬ كوم ګوندونه چې د نتيجو په اړه تحفظات لري عدالت ته دې رجوع وكړي۔ ده ووئيل د بلوچستان قوم پرست ګوندونو ته اپيل كوم چې هغوي د اولس د ستونزو ادراك كولو سره د نېشنل هائي وېز په شمول په ټولو لارو خپل روان احتجاج ختم كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل انتظامیه د اولس آسانۍ له ټولې لارې پرانيزي۔ ټولو ګوندونو ته خواست دے چې هغوي مسافرو ٬ مېرمنو ٬ ضعيفانو ٬ رنځورانو او ماشومانو ته د پېښې مسئلو احساس وكړي او د سترو لارو او سړكونو بندولو لړۍ ختمه كړي۔