
لاهور۔11فروری(اے پی پی) د پاكستان مسلم لیګ (ن) مرکزی لارښود اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې مسلم لیګ(ن) د ټولو د مېنډېټ احترام كوي٬ په پنجاب كښې مسلم ليګ (ن) ته ساده اكثريت ترلاسه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ اعظم نذير تارړ ووئيل كه د ټاكنو په نتيجو څوك اعتراض لري نو دې لپاره په قانوني توګه دالېكشن ټريبونل اداره موجود ده چرته چې شكايات درج كېدې شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ نون هم په ځينو حلقو كښی د رامخې شويو نتيجو په اړه تحفظات لري خو مونږ د ټولو سياسي ګوندونو د مېنډيټ احترام كوؤ۔ ده ووئيل د مسلم لیګ( ن) سنير غړے خواجه سعد رفیق او رانا ثناء اللہ په خپلو خپلو حلقو كښې ماتې وخوړله۔ ددې دا مطلب نه دے چې مونږ له كوم سوچ پرته پټیشن دائر كولو له لاړ شوو۔ ده ووئيل مسلم ليګ (نون) خپل ليګل ټيم تشكيل كړے ٬ په دې اړه چې كومه هم قانوني كارروائي وي هغه به كولې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې عدالتي نظام موجود دے۔