کوئټه۔ 11 فروری (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچکزئی وئيلي دي چې پاكستان جمهوريت څخه د لرې ساتلو ايجنډا د هېواد دشمنو قوتونو ده ، د ټاكنو كاميابۍ سره په ترسره كېدو پاك پوځ ٬ پوليس ٬ پېرا ملټري فورسز او د الېكشن كمېشن په شمول ټولې اړوندې ادارې د مباركۍ مستحق دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته …
د كامياب اليكشن په كولو ټولې ادارې د مباركۍ مستحق دي٬ جان اچكزئي
کوئټه۔ 11 فروری (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچکزئی وئيلي دي چې پاكستان جمهوريت څخه د لرې ساتلو ايجنډا د هېواد دشمنو قوتونو ده ، د ټاكنو كاميابۍ سره په ترسره كېدو پاك پوځ ٬ پوليس ٬ پېرا ملټري فورسز او د الېكشن كمېشن په شمول ټولې اړوندې ادارې د مباركۍ مستحق دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښی وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان دښمن قوتونه په هېواد كښې ټولټاكنې نه غواړي ٬ حكومت ټاكنې كولو سره پاكستان جمهوريت څخه د لرې ساتلو ايجنډا ناكامه كړه۔ ده ووئيل كوم كسان چې په ټولټاكنو كښې ناكامه شوي دي په پراخا زړه دې خپلې نتيجې قبولې كړي او كه اعتراض لري نو اړوند فورم ته دې رجوع وكړي۔ ده ووئيل پاكستان اړي ګړي سره مخ كول د دښمنانو ايجنډا ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په بلوچستان كښې د ځينو سيمو زياتې لري والي او د موسمي حالاتو د لاسه نتيجې تاخير سره ترلاسه شوې۔










