پېښور۔ 10 فروری (اے پی پی) د كال 2024ﺀ ټول ټاكنو كښې د خيبر پښتونخوا 6 پخوانيو اعلی وزيرانو ماتې خوړلې ده۔ په دوئي كښې د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬ د پاکستان تحریک انصاف پارلیمنټېرین چیئرمین پروېز خټک، مهتاب عباسی، د پی ټی آئی پی دوهم چيئرمېن محمود خان، د جے یو آئی (ف) لارښود اکرم خان درانی او د عوامی نېشنل پارټۍ (اے اېن پی) مرکزی نائب صدر امیر حېدر هوتی شامل دے۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان د نتيجو له مخې اېن اے 23 چارسدہ ون څخه آفتاب شیر پاؤ، اېن اے 34 نوښار 1 څخه پروېز خټک، اېبټ آباد څخه مهتاب عباسی، سوات څخه محمود خان، بنوں څخه اکرم خان درانی او اېن اے 22 مردان څخه امیر حیدر خان هوتی ته ماتې شوې ده۔ امیر حېدر خان هوتی ټاكنو كښې له ماتې خوړولو څخه ورسوستو د عوامی نېشنل ګوند مرکزی نائب صدر چوكۍ څخه استعفی وركولو سره د سياسي كاركن په حېث د ګوند د خذمت كولو اعلان كړے دے۔