شېري رحمان د انټرنيټ او موبائل سروس بندېدو په ضد لاهور الېكشن كمېشن كښې پټيشن جمع كړو

لاهور 08 فروري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي نائب صدرې او سينيټر شيري رحمان د انټرنيټ او موبائل سروس بنديز په ضد د لاهور په الېكشن كمېشن كښې پټيشن جمع كړے۔ په دې موقع خبرو كښې دې ووئيل د ګوند وكيلان به په دې معامله د لاهور هائي كورټ كښې پټيشن جمع كوي٬ د انتخابات په ورځ د انټرېنټ او موبائل سروس بنديز اندېښمند دے٬ دا مناسب نه دي۔ دې ووېيل زمونږ د ټول كميونيكېشن نظام په انټرنېټ اړه لري ة ځكه خواست كوٶ چې الېكشن كمېشن دې په سمدستي توګه انټرنېټ او موبائل نېټ ورك بحال كړي