مظفر آباد۔3فروری(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير قانون سازې اسمبلۍ دوهم سپيكر چوهدری ریاض ګجر په لوك ورثه اسلام آباد كښې د جموں وكشمير لبرېشن سيل ميډيا ونګ د سټال او د ستخطي مهم كېمپ پرانسته وكړه۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې چوهدري رياض ووئيل د كشمير يووالي ورځ 1990 څخه پرله پسې لمانځلې شي٬ هر كال پاكستانې اولس د دې عزم پخلے كوي چې هغوي به د …
په لوك ورثه اسلام آباد كښې د جموں وكشمير لبريشن سيل ميډيا ونګ د سټال او د دستخطي مهم كيمپ پرانسته شوه
مظفر آباد۔3فروری(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير قانون سازې اسمبلۍ دوهم سپيكر چوهدری ریاض ګجر په لوك ورثه اسلام آباد كښې د جموں وكشمير لبرېشن سيل ميډيا ونګ د سټال او د ستخطي مهم كېمپ پرانسته وكړه۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې چوهدري رياض ووئيل د كشمير يووالي ورځ 1990 څخه پرله پسې لمانځلې شي٬ هر كال پاكستانې اولس د دې عزم پخلے كوي چې هغوي به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې خپلو كشميري وروڼو سره څنګ په څنګ ولاړ وي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير يووالې ورځې په موقع د پاكستاني حكومت او اولس مننه كوؤ كومو چې په هره يو موقعه د كشميري اولس بشپړه ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل د كشمير يووالي ورځ د دې خبرې عكاسي كوي چې پاكستان او اولس به آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس د هڅو اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔









