د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ مسلمانان به 5 فروري د كشمير يووالي ورځې په توګه لمانځي٬ د كشمير آزادۍ له به نړۍ له يو موټې كيدل وي ٬ طاهر محمود اشرفي

لاهور۔3فروری(اے پی پی) د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ مسلمانان به 5 فروري د كشمير يووالي ورځې په توګه لمانځي٬ ټولو سياسي ګوندونو له به خپل مينځه اختلافات ختمول وي٬ ٬ ګردې ڼړۍ له به د كشمير آزادۍ له يو موټې كېدل وي ٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې به د كشمير مسئله حل كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په جامعه منظور اسلامیه كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل 5 فروری په پاكستان او ګرده نړۍ كښې د كشمير يووالي ورځې په توګه لمانځلې شي۔ په نړۍ كښې مسئلې داسې دي كومې چې 75 كلونو څخه راروانې دي په هغې كښې يوه د فلسطين او بله د كشمير مسئله ده۔ هند كشميري اولس سره هغه څه كوي كوم چې اسرائيل فلسطيني وګړو سره كوي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونه او د نړيوالو بشري حقونو ادارې دې په فلسطيني او كشميري اولس د روان ظلم او زياتي مخنيوي كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل 5 فروري كشميري اولس سره د يووالي ورځ ده ٬ په دې ورځ دا پېغام وركول دي چې كشمير له به هند څخه كوم ډول آزادي ترلاسه كول وي۔ ده ووئيل د كشمير آزادۍ له به ګردې نړۍ له يو موټې كېدل وي ٬ سياسي ګوندونو له به خپل مينځه اختلافات ختمول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان د هر يو حكومت اولنۍ ترجيح د كشمير مسئلې حل كول وي٬ پاكستان به هند سره د كشمير نه غېر خبره نه كوي۔ ده ووئيل اولس دې په 8 فروري د رايې حق وكاروي ولې چې رايې وركول ګواهي ده او ګواهي دې پټه نه كړې شي۔ دا يو امانت دے او اولس دې د خپلو رايو د لارې د خپلې خوښې استازي وټاكي۔ ده ووئيل ټولو سياسي ګوندونو له به د هېواد بهترۍ لپاره په يو پېج جمع كېدل وي۔