
اسلام آباد۔2 فروری(اے پی پی) نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ د خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل (اېس آئی اېف سی) په شمول د ټولو اړوندو سټېک هولډرز د معاشی اهدافو په سر كولو كښې د نګران حكومت د مرستې ستائنه كولو سره په دې خبره زور راوړے چې راروان ټاكلي حكومت له به د هېواد پراخا ګټې له د معاشی پالیسیو تسلسل او د اېس آئی اېف سي د معاشي اقداماتو رفتار څخه استفاده كول وي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري کړي بيان له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل اېپكس كمېټۍ 9 مه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پاك پوځ سرلښكر سید عاصم منیر، د نګرانې وفاقي كابينې غړو ٬ صوبائي اعلی وزيرانو او اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې بېلو وزارتونو په هېواد كښې سرمايه كارۍ سره په اړوندو روانو منصوبو ٬ پالېسي اقدامات او د سرمايه كارۍ ودې له په پورته كړو ګامونو رڼا واچوله۔ اېپکس كمېټۍ په دې منصوبو او پالېسيو د اطمينان څرګندونه كولو سره د مجموعي حكومتي تګلارې لاندې د متعين شوو هدفونو په سر كولو كښې د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ كمېټۍ د هېواد معيشت بهترۍ لپاره د پورته كړو ګامونو مجموعي جاج واغست او د دې كاميابي يۍ خوشبينه وګرځوله۔ کمېټۍ دوست هېوادونو سره په اقتصادي اړيكو د پېشرفت جاج اغستو سره د هغوي لخوا سرمايه كارۍ څخه استفادې كولو له د پورته كړو ګامونو ستائنه هم وكړه۔ کمېټۍ په غونډه كښې د سټرټېجک کنالز وژن 2030 او د اېف بی آر اصلاحات هم منظوري وركړه۔ د پاك پوځ سرلښكر د پاك پوځ لخوا په هېواد كښې معاشي استحكام او د اولس سماجي او معاشي بهترۍ لپاره حكومتي اقدامات سره په بشپړه ډول د اودرېدو عزم ښكاره كړو۔ د غونډې په اخر كښې وزيراعظم د خصوصی سرمایه کاري سهولت کونسل (اېس آئی اېف سی) په شمول د ټولو اړوندو سټېک هولډرز د معاشی اهدافو په سر كولو كښې د نګران حكومت د مرستې ستائنه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې راروان ټاكلي حكومت له به د هېواد پراخه ګټې له د معاشی پالیسیو تسلسل او د اېس آئی اېف سی د معاشي اقدامات رفتار څخه استفاده كول وي