پېښور ۔ 01 فروری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا صحت څانګې الېكشن له بېړنے پلان جاري كړے۔ د خېبر پښتونخوا صحت څانګې وېنا ده چې ټولټاكنو لپاره په ډائرېکټورېټ جنرل آف ھېلت سروسز كښې د اېمرجنسی کنټرول روم جوړولو پرېكړه شوې ٬ دغسې ټولو اېچ اوز ته د ټاكنو په مهال د رسک اسسمنټ او کنټرول روم جوړولو هدايت شوے ٬ د ټاكنو په مهال په بېړني صورتحال قابو موندلو له د د اېمرجنسي رابطه نمبرز وركولو هم پرېكړه شوې۔ دغسې ټول ډی اېچ اوز او میډیکل سپرټنډنټس به د اېمرجنسي په صورت د ضروري داروګانو او نورو آسانيو رسول باوري كوي۔ د خېبر پښتونخوا د صحت محكمې وېنا ده چې د ټاكنو په مهال خپلو كښې رابطه او عامو وګړو ته مصدقه معلومات رسولو له به پلان جوړولې شي