پاراچنار، د كرم ضلعې 60 پولنګ سټيشنز زيات حساس وګرځولے شول

پاراچنار۔ 30 جنوری (اے پی پی) د كرم ضلعې ډي پي او محمد عمران وئيلي دي د ټاكنو په مهال امنيت باوري كولو له په كرم ضلع كښې سخت انتظامات شوي او هر وګړي له به هوائي ډزو څخه ډډه كول وي۔ ميډيا سره خبرو كښې ډي پي او محمد عمران ووئيل په كرم ضلع كښې د صوبائي اسمبلۍ دوه او د قامي اسمبلۍ يوې چوكۍ پولنګ له 288 پولنګ اسټېشنونه جوړ كړے شوي په كومو كښې چې 60 زيات حساس او 109 حساس ګرځولے شوي۔ د ډي پي او عمران وېنا وه چې وګړي دې د الېكشن كمېشن د ضابطه اخلاق پابندي وكړي او هوائي ډزو څخه دې ډډه وكړي ګنې د خلاف ورزي كوؤنكو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي