پېښور ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د کوهاټ حلقه پی کے 91 څخه د عوامي نېشنل پارټي اميدوار عصمت الله خټك د زړه دورې له امله په حق رسېدلے ۔ د صوبائي اسمبلۍ كانديد عصمت الله خټك په خپل الېكشن آفس كښې د زړه دورې سره مخ شو۔ هغه په سمدستي توګه نزدې روغتون ته منتقل كړے شو چرته چې په حق ورسېد۔ د جنازې مونځ به لاچي كښې ادا كولې شي۔