په خيبر پښتونخوا كښې د تيرو 5 كلونو په مهال رجسټرډ ووټونو كښې 40 لكه اضافه وشوه٬ اليكشن كميشن

پېښور۔ 30 جنوری (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 5 كلونو په مهال رجسټرډ ووټونو كښې 40 لكه اضافه شوې ده۔ الېکشن کمېشن څخه د ترلاسه كړې شوي دستاوېز له مخې په خېبر پښتونخوا كښې د كال 2018 په مقابله كښې د 40 لكه 88 زره 274 ووټرانو اضافه شوے ده۔ په خېبر پښتونخوا كښې په كال 2018 كښې د ووټرانو ټوله شمېره 1 کروړ 78 زره 845 وه كومه چې اوس 2 کروړه 19 لاکه 28 زره 119 ته رسېدلې ده۔ د مېرمنو ووټرانو شمېره كښې 23 لکه 63 زره 980 او د نارينه ووټرانو شمېره كښې 17 لکه 24 زره 294 اضافه شوې ده چې ورسره د مېرمنو ووټرانو تناسب 45 اعشاریه 53 او د سړو 54 اعشاریه 47 فیصد دے۔ د پېښور حلقه اېن اے 32 كښې 301 پولنګ سټېشنونه دي۔ بلخوا د پېښور په حلقه اېن اے 32 كښې 20 څخه زيات كانديدان مقابلې لپاره مېدان كښې دي۔ په حلقه كښې د ووټرانو شمېره 5 لکه 88 زره ده۔ په دې حلقه د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې د پي ټي آئي كانديد كامياب شوے وو او دويم لمبر د اے اېن پي غلام بلور وو۔ په راروانو ټاكنو كښې به مقابله د غلام بلور او د پي ټي آئي نومولي شوي آزاد كانديد آصف خان ٬ د پي پي عابد الله ٬ د ن ليګ شېر رحمان او د جماعت اسلامي طارق متين ترمينځه وي۔ هيله ده چې سخته مقابله د اے اېن پي او پي ټي آئي ترمينځه وي۔ په دې حقله كښې شاهین مسلم ټاؤن، زرګر آباد، یکه توت، ګلبهار، نمکمنډی او د ښار داخلي سيمې زياتې مهمې دي۔