د پاکستان او بحرېن شريك مشق البدر VIII پرانسته وشوه

پېنډۍ 29 جنوري (اے پي پي) د پاکستان او بحرېن د شريكو مشقونو البدر VIII پرانسته د ګل په ورځ په نېشنل کاٶنټر ټيررازم سينټر پبو كښې شوې٬ چې پكښې د پاكستان پوځ او د بحرېن نېشنل ګارډ ډلې ګډون كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې دا د پاكستان او بحرېن د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې كلنه دوه اړخيزه مشق دے٬ ډائريکټر جنرل ملټري ټريننګ د پرانستې دستورې خاص مېلمه ٶ٬ د دې مشق مقصد جوائنټ امپلائمنټ او شريكې مرستې ته د ودې وركولو نه علاوه د دواړو وروروڼو هېوادونو ترمېنځه تاريخي پوځي اړيكې پكار رواستل دي٬ د دواړٶ هېوادونو ځواكونه د يو بل د پوهې/تجربې څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره دا مشق كوي۔