باجوړ كښې د هر ډول وسلې په نمائش د دفعه 144 تر مخ بندېز ولګولے شو

پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د باجوړ ډپټی كمشنر محمد انوار الحق ټوله ضلع كښې د امن و امان صورتحال په ځائې ساتلو او د ټاكنو په مهال امناكه چاپيرچل وركولو لپاره د هر دول وسلې په نمائش د دفعه 144 ترمخه بنديز لګولے ۔قانون نافذ كوونكې ادارې به د دې بنديز څخه مستثنیٰ وي۔په دې لړ كښې ټول اسسټنټ كمشنرز او پولیس ته احكامات جاری كړے شوي