پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د كوز دير ډپټی كمشنر، ډسټركټ مجسټریټ واصل خان په ټوله ضلع كښې د امن و امان صورتحال ساتلو او د ټاكنو په مهال امناكه چاپيرچل وركولو لپاره د هر دول وسلې په نمائش د دفعه 144 ترمخه بنديز لګولے ۔قانون نافذ كوونكې ادارې به د دې بنديز څخه مستثنیٰ وي۔په دې لړ كښې ټول اسسټنټ كمشنرز او پولیس ته احكامات جاری كړے شوي او د خلاف ورزۍ كوونكو په ضد به قانونی كاروائی كولې شي