ټاكنو كښې د دیانت دارو او وسائلو غلا كوونكو ترمينځه مقابله ده۔سردارمحمد رفیق خان بھټی

کوئټه 29 جنوری (اے پی پی) د جماعت اسلامي بلوچستان نائب امیر او د این اے 255 جعفرآباد،صحبت پور،اوسته كانديد محمد سردار محمد محمد رفیق خان بھټی،د پی بی 14 انجینئر عبدالمجید بادینی،د پی بی 13 نصیرآباد كانديد بشیراحمد ماندائی، د پی بی 15صحبت پور كانديد حاجی عبدالصمد کھوسه وئيلي دي ټاكنو كښې نصیرآباد او جعفرآباد له د پرمختګ وركوونكو دیانت دارو او د وسائلو غلا كوونكو ترمينځه مقابله ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نصیرآباد او د جعفرآباد بيلو سيمو كښې انتخابی ورکرز کنونشن، او غونډو ته د وينا په مهال كړي۔ده ووئيل مونږ د نصیرآباد جعفرآباد اوسته محمد،صحبت پور اولس له جدید ښار جوړولو سره د ټینکر مافیا څخه آزادولو له يو جدید نظام راولو،د تعلیم او صحت ويړيا آسانۍ د ټولو وګړو حق دے ٬ دغسې د بدعنوانۍ ختمولو سره به دیانت داره ډله د سيمې پرمختګ او سوكالۍ لپاره مزل پيل كوي۔