زما د سیاست مقصد د ولس خدمت کول دي، پرویز خټك

پېښور. 27جنوری (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف پارلېمانټيرين مشر پروېز خټك وئيلي دي چې زما مخالفين زما د عوامی مقبوليت څخه يريږي ٬ زما د سياست مقصد د ولس خدمت كول دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اكوړه خټك په ميا رضوان كلي سيمه كښې د ميا نګيال كاكا خيل په كور كښې د شاملېدو دستوره كښې وكړه۔ هغه ووئيل چې د هېواد يو څو کورنيو د قرضو اخستلو سره اولس د ګرانۍ سره مخ كړې، مونږ به د اسلام، ډوډۍ، ټوکر او مکان او بدلون په نوم خلکو سره دوکه ونه کړو۔