راتلونکو 24 ساعتونو په مهال په خيبر پښتونخوا كښې د باران او په غرونو د واوري امکان۔ د موسمياتو محکمي

پېښور 27 جنوري (اے پی پی) د پېښور پشمول ټوله صوبه كښې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال په د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې درې مياشتو راهسې راروان وچ كالۍ ختميدو توقع ده ٬ د راروانو 24 ساعتونو په مهال د رواني لړي ختميدو امكان دے ۔ د موسمياتو محكمې له مخې د تيري شپې راهسې د بارانونو د څلور ورځنۍ سلسله پيل كيدو امكان دے چې ورسره به وچ كالي ختمه شي۔د باران سبب جوړيدونكې لويديزه سيلۍ تريه شپه د هېواد لويديزو سيمو ته داخل شوي چې په نتيجه كښې به ئې پېښور ، نوښار ، چارسدہ، صوابی، باجوړ، کرم، وزیرستان، کوهاټ ، بنوں، چترال ، دیر، سوات، ایبټ آباد، مانسهرہ، کوهستان، شانګله ٬ بونیر او کرك كښې وخت په وخت د باران او واوري امکان دې۔ پراونشل ډیزاسټر منیجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) ټول ضلعی انتظامیې ته د چمتو پاتې كيدو لپاره مراسله جاري كړې ده۔