خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او په بره سيمو كښې د واورې ورېدو امكان دے ٬ پي ډي اېم اے د چمتو والي نيولو مراسله جاري كړه

پېښور 26 جنوري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د جنورۍ 27مې نيټې څخه د بارانونو او په بره سيمو كښې د واورې ورېدو امكان پېشګوئۍ نه وروستو پراونشل ډيزاسټر مېنجنمنټ (پي ډي اېم اے) ټولو ضلعو كښې د الرټ پاتې كېدو مراسله جاري كړې ۔ په مراسله كښې د بارانونو او د واورې ورېدو له مخئ ضلعي انتطاميې ته د پېشګي اقدامات كولو امر شوے۔ په مراسله كښې وئيلي شوي چې حساس ضلعو كښې دې انتظاميه په ځائي ژبه كښې پېغامونه ابادۍ ته ورسوي۔ پي ډي اېم اے ټولو اړوندو ادارو ته ضروري اقدامات كولو سره سره انتظاميه ته هم د الرټ پاتې كېدو امر كړے دے