پېښور 07 جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا وئېلي دي د رغونې او پرمختګ پروژې به نه يوازې فاټا بلكې خېبرپښتونخوا كښې هم معاشي هلې ځلې زياتولو له مهم كردار ترسره كړي۔د دې پروژو بشپړېدو سره به قبائېلي سيمو كښې پرمختګ رامخې ته شي ۔ده ووئيل كورم تنګي بند يوه ګڼ اړخيزه مقصد لرونكې پروژه ده كومه به چې د اوبو٬برېښنا او سماجي او اقتصادي څانګې مقاصد ترلاسه كولو …
د رغونې او پرمختګ پروژې به معاشي هلو ځلو زياتولو له مهم كردار ترسره كړي۔ګورنر اقبال ظفرجهګړا

مزید خبریں
پېښور 07 جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا وئېلي دي د رغونې او پرمختګ پروژې به نه يوازې فاټا بلكې خېبرپښتونخوا كښې هم معاشي هلې ځلې زياتولو له مهم كردار ترسره كړي۔د دې پروژو بشپړېدو سره به قبائېلي سيمو كښې پرمختګ رامخې ته شي ۔ده ووئيل كورم تنګي بند يوه ګڼ اړخيزه مقصد لرونكې پروژه ده كومه به چې د اوبو٬برېښنا او سماجي او اقتصادي څانګې مقاصد ترلاسه كولو له مرستياله وګرځي۔د دې بشپړېدو سره به نه يوازې غريبي ختمه شي بلكې د روزګار موقعې به هم راپېدا شي ۔ده د نهې په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د واپډا او په شريكه توګه د فرنټيئر وركس آرګنائزېشن ترمينځه شمالي وزيرستان ايجنسۍ كښې د كرم تنګي بند پروژې په اړه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستوره كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔په دې موقع چيف سېكتر امجد علي خان او نور هم موجود وو۔د مفاهمت په يادښت د اېف ډبليو او لخوا برېګېډيئر محمد سلطان او د واپډا جنرل منيجر سليم قرېشي لاس ليك وكړو








