
پیښور 23جنوری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه صوبه كښې د اقتصادي هلو ځلو ودې او ځوانانو له د روزګار موقعې راپیدا كولو لپاره د يو مهم اقدام په توګه د بنو اكنامك زون پرانسته كړی ۔په دې لړ كښې د نهې په ورځ وزيراعلٰی هاؤس پیښور كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې خاص مېلمه نګران وزيراعلٰی ؤ۔د صنعت نګران صوبائي وزير ډاكټر عامر عبدالله نه علاوه د انډسټريز سېكرټري سيد ذوالفقار علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اكنامك زونز ډوېلپمنټ اينډ منيجمنټ كمپنۍ بورډ غړو٬د كے پي سي اي او ازمك جاوېد خټك او نور هم په دستوره كښې موجود وو ۔په دې موقع وزيراعلٰی په بنو اكنامك زون كښې د انډسټريل يونټس لګولو لپاره په سرمايه كارو د پلاټس الائټمنټ ليټرز هم اووېشل۔ دې څخه وړاندې وزيراعلٰی ته بريفنګ كښې وئېلي شول په 415 ايكړ زمكه بنو اكنامك زون كښې به 265 واړه او لويې صنعتونه جورولې شي او ياد كړے اكنامك زون كښې نزدې 10 اربه روپۍ سرمايه كاري متوقع ده۔بريفننګ كښې ووئېل شول دې زون څخه 16زره نيغ په نيغه او 48 زره بالواسطه ملازمتونه به راپیدا شي۔وزيراعلٰی ته د كمپنۍ مجموعي كاركردګۍ٬په صوبه كښې د موجود اكنامك زون او نوې جوړېدونكو اكنامك زونزپه اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ووئېل شول دا مهال په صوبه كښې په مجموعي توګه 14 اكنامك زونز قائم دي چې پكښې 346 ارب روپۍ سرمايه كاري موجود ده۔ په څلور اكنامك زونز جوړولو كار روان دے۔وزيراعلٰی ارشد حسېن شاه د بنو اكنامك زون كمرشل لانچنګ په اړه د اكنامك زونز ډوېلپمنټ اينډ منيجمنټ كمپنۍ چارواكو ته مباركي وركړه او وې وئېل بنو اكنامك زون په صوبه كښې به د اقتصادي هلو ځلو ودې لپاره يو سنګ ميل ثابت شي۔د دې اكنامك زون كمرشل لانچنګ د پرمختګ علامت دے كوم څخه چې به د اقتصادي پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئېل نګران حكومت د دې پسمانده سيمو ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو لپاره اقداماتكوي۔ده ښكاره كړه چې په صوبه كښې د سرمايه كارۍ ودې ته حكومت پام لرنه كوي ۔نګران حكومت به په خېبرپښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ خواهشمند سرمايه كارو ته هر ممكن آسانۍ وركوي