كراچي 23جنوری(اے پی پی)د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د سوئېلي كوريا قونصل جنرل په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے او د دوه اړخيزه٬تجارت او سرمايه كارۍ كښې په زياتوالي ئې د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔د اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل د پاك كوريا دوه اړخيزه اړيكې په څو لسيزو محيط دي او وخت تېرېدو سره سره په دې اړيكو كښې اضافه كېږي۔ده ووئيل سوئېلي كوريا د سرمايه كارۍ په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كړی٬حكومت به سرمايه كارو ته هر ممكن مرسته وركوي۔قونصل جنرل ووئيل د سوئېلي كوريا سر مايه كار په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ كولو لپاره خوښي لري۔