خاران 23جنوری(اے پی پی) د خاران په شاپنګ بازار كښې د نامعلومه وسله وال تن ډزو په نتيجه كښې درې تنه ژوبل شوي۔د ډزو له امله په سيمه كښې ويره ترهه خپره شوې٬ خو په ابتدائي توګه د پېښې د سبب تعين شوے نه دے۔ ژوبل شوي كسان د خاران ډويژنل هېډكوارټر روغتون ته منتقل كړي شوي۔ چرته چې د هغوي پیژندګلو د عبدالغفور٬جواد او محمد يوسف نامو سره شوې او يو سخت ژوبل شوې تن نور علاج لپاره كوئټې ته منتقل كړے شوے۔ بلخوا پوليس د یېښې په پلټنې پېل كړې دي۔