سرینګر۔23 جنوری(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې او بهر هېوادونو كښې مېشته كشميري وګړي د خپلواكۍ منلې شوي حق ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركوي۔ كال 1947 څخه تر دې دمه 5 لكه څخه زيات كشميري وګړي شهيدان كړې شوي دي۔ د کشمیر ميډيا سروس ريسرچ سېكشن لخوا په جاري كړې شوي رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې كشميري اولس 75 كله څخه په خپله خاوره د هند د غېر قانوني قبضې په ضد مزاحمت روان ساتلے دے۔ د رپورټ له مخې هندي عسكرو او پوليس اهلكارو د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له روانې ستړې لمينځه اوړلو له كال 1989 څخه تر دې دمه 96 زره څخه زيات كشميري وګړي شهيدان كړې دي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې كشميرې اولس او په خاص توګه ځوانان هندي تسلط څخه آزادي ترلاسه كولو له د ځانونو قربانۍ وركوي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې كشميرې اولس د خپلواكۍ حق ترسره كولو له د هر ډول قربانۍ وركولو عزم لري او يوه ورځ به ضرور دوئي خپل مقصد كښې كامياب شي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د مقبوضه كشمير همت لرونكي اولس دا ثابت كړي دي چې هغوي به د هند د وحشيانه چالونو په وړاندې سر ټيټ نه كړي٬ دوئي د نړيوال قانون له مخې هندي تسلط څخه آزادي ترلاسه كولو له د هڅو او ستړو كولو حق لري۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو او پوليس اهلكارو لخوا په لويه كچې د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ نړيوال ضمير لپاره چېلنج دي ، نړيوالې ورورلۍ له به كشميرې اولس د هند رياستي ترهګرۍ او سياسي ظلم څخه بچ كولو له د كشمير مسئله حل كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي۔