کوئټه 22 جنوري (اے پي پي) د قانون او پارلماني چارو نګران صوبائي وزير امان اللہ کنراني په کېچ دشت کُھډان كښې د نېشنل پارټۍ د لارښودو په قافله بريد د سوله ايز انتخابي عمل ماحول ته د زيان رسولو ناكامه هڅه ګرځولو سره د دې غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل په پېښه كښې ككړ كسان به د قانون د منګولو نه بچ نه شي۔ ده ووئيل چې اړوند چارواكو ته د تورنو په ضد موثره كاروائۍ لپاره د ټولو وسائلو كارولو امر شوے دے