نيلم 22 جنوري (اے پي پي) كېل څخه مظفر آباد ته د تلونكي كوسټر ټرافيكي پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې د مېرمن په شمول دوه كسان مړه او لس ژوبل شوي۔ د ځائي پوليسو له مخې په پېښه كښې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي۔ د پېښې سبب معلومولو لپاره پوليس تحقيقات پېل كړې دي