د پېښور ډويژن کمشنر په صدر كښې د اور لګيدلو له امله د ځپلې شوې پلازې دوره، سی اینډ ډبلیو ته د رپورټ وړاندې كولو هدايت

پېښور 22 جنوري (اے پي پي) د پېښور ډويژن كمشنر محمد زبیر د پېښور په صدر كښې د اور لګېدو له امله د ځپلې شوې پلازې دوره وكړه۔ په دې موقع ده د سی اېنډ ډبلیو محکمې انجینئرز ته د پلازې سروے کولو او رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔ د پېښور ډويژن كمشنر محمد زبیر له مخې په اور 80 فيصده قابو موندلے شوے دغسې د موبائل بیټرو چاؤدېدلو له امله د اور بيا تازه كېدو خطر ترمخه د کولنګ عمل روان ساتلو لپاره ریسکیو فائر فائټر په ودانۍ كښې موجود دي۔ د لوګي او امدادی کارروائیو ترمخه صدر روډ د هر ډول ټریفك لپاره بند کړے شوے دے۔